Banner

پښتنې کونډې دبې وسي په لومو کې

07.11.2007 11:21

خدايه د قطر پاچا مړ کړې
په شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دينه
هو رښتيا هم په شته مېړو کې نجونې کونډې ناستې دي. هغه بې وسه پښتنې پېغلې چې د ښکلا  او ځوانې غرور ته يې غرونو سرونه ټيټول، د ښکلا ښاپېرۍ بلل کېدې او د سپېڅلتيا ملکې خلکو ورته ويلې، هغوی خو لومړی په پيسو پلورل کيږي، په سرونو يې سودا بازي کيږي. د ژوند حويت يې نه وي څرګند، د خپل کوژدن څېره، انځور او کورنۍ يې نه وي ليدلې، د علميت علم يې نه وي ورته . بيا چې واده شي ورته، لکه مزدوره او وينځه د خاوند په کور کې ژوند تېروي. هغه ارمانونه او غوښتنې چې په پېغلتوب کې به يې په يوازيتوب کې له ځانه سره خيالي پاچاهي جوړوله، هغه هيڅ ونه ګوري. د مينې او عاطفې پر ځای شکنجه کيږي. سخت سخت کارونه پرې کيږي. د کورنۍ هر وګړی يې بادار وي. هو دا تورسرې دومره بې واکه وي، هغه د چاخبره که پښتنې يوې ونې يا کاڼي ته واده کړې هم به سر ورته سپين کړي.
          موږ تل وايو چې ښځې اوو شيطانان لري، له نرانو څخه يې همدومره غوښتنې او شهوت زيات وي؛ خو بيا هم موږ ګورو، چې له دوی سره داسې هيڅ نشته کوم چې موږ وايو. ډېر مسافر به مو ليدلي وي، چې په پرديو هيوادونوکې له دريو کلونو څخه تر پنځلس شلو کلونو پورې مساپر وي، مېرمن يې هيچا هم ونه ليده، خدای مکړه چې چا تور پرې ويلی وي، بس يوه شپه په بلې پسې شمېري، خدای پاک ته يې صبر وي. پرته له دې دافغانستان په تېرو جنګونو کې موږ ګورو، چې په زرګونو زلميان د ډله ييزونو مرګونو ښکار شول او يا هم د پاټکوالو، غلو اوشوکمارو لخوا  ووژل شول. ډله ييز قبرونه پرې ډک شول، ژوندلوری او مرګ لوری يې چاته څرګند نه شو.
              زموږ د ځوانانو برخليک هم داسې دی، چې د کاروبار او پېنځه حلالو روپيو د ګټلو لپاره پرديو هېوادونو ته مساپر دي، زيات ځوانان په سمندرونو د اوښتو پر مهال په کشتيو او لېنچونو کې غرق شول. په کور کې يې مېرمن او کورنۍ ټول تر کلونو ورته انتظار وي. مېرمن يې د د پښتني دود دستور له مخې نشي کولای، چې له بل چا سره کوژدن وکړي، يو زوی يا يوې لورته سر سپين سپينوي. د زياتو سيمو خلک داسې ښځه سپېره بولي، چې خاوند يې په جهاد يا کومه بله پېښه کې وفات شوی وي، داد ښځې بد فال ګڼي. هره مېرمن د خپل خاوند د راتګ لپاره بېلا بېلې انګېرنې د هغه دراتګ لپاره يو زېری ګڼي. د کارغه کاغ کاغ په نېک فال نيسي، که يې د ټيکري پيڅکه په بل مخ راواوړي، يا يې د لاس باهو يو دم وشرنګيږي، داسې انګېري چې خاوند يې له سفره راستنيږي.
نن مې د لاس باهو شرنګيږي
زما شيرين لالی په لار دی رابه شينه.
   د داسې ښځو سره د کورنۍ لخوا هم ښه چلند نه کيږي، سپره يې بولي او حقونه يې غصب کيږي. هغه ښځينه محروميتونه چې زموږ پښتنه ټولنه يې لري، فکر نه کوم چې په نړۍ کې دې بله ټولنه ولري. نه کوم ځانګړی کتاب پرې وکښل شو، نه کومه قومي يا دولتي غونډه پرې جوړه شوه او نه هم د داسې مسايلو د هواري لپاره کوم روايت تېر شو. د يوې څېړنې له مخې د افغانستان په ځينوسيمو کې د ښځو شمېره د نارينه و  په پرته د نورې نړۍ په نسبت څو چنده زيات ښودل شوی دی، علت يې دا دی چې نارينه يې تل د جنګونو او مرګونو ښکار شوي دي. کونډې په کورونو کې خپل يوه يا دوو بچيانو ته ناستې دي. هغه مېرمنې چې څه د ژوندد تېرولو لپاره څه اسانتياوې لري، يو څه ګوزاره کوي، په خپل لاس لاسي اوبدل او ځينې نور کارونه کوي، ياهم ځينې ښځې په نورو کورونوکې د  ورځې مزدوري کوي او د شپې کور ته راځي. ځينې يې مجبورا په بازارونو کې سوال کوي او يوه برخه يې هغه هم تشکيلوي چې فحاشۍ ته يې مخه کړې ده. د داسې مېرمنو اولادونه له زده کړو او غوره اخلاقو څخه بې برخې وي. خپل اولاد يې لکه سوی لاس په زړه پورې نېولی وي. نه يې لوريږي چې اولاد يې ترې لاړ شي، يا ښوونځی پرې ووايي او يا هم کوم کار کسب پرې وکړي. داسې ډېرې کونډې چې بې سرپرسته پاتې شوې، د ځانوژنې هڅې يې کړي دي او يا هم له کوره تېښتې ته اماده شوې دي، چې بيا پرې د کورنۍ او خپلوانو له لوري بېلابېل تورونه لګيدلي دي او يا يې هم په دې تور وژلي دي. ځينې کورنۍ يې د داسې ښځو د ساتنې او عفت هر رنګ خيال ساتي په دې خاطر چې نورو ته بې عزته ښکاره نشي يا هم څوک پسې خبرې ونکړي؛ مګر نور يې ټول حقونه غصب کوي، تل سپکې سپورې ورته وايي. د کورنۍ غړي داسې ښځې د پښو پيزار ګڼي. د داسې ښځو اروايي ناروغتيا د لېونتوب تر بريده ورسيږي. دا چې ښځې ډېرې مکارې وي؛ خو په دوی رښتيا هم دوره يا کومه اروايي څپه راځي، دوی کوښښ کوي، چې دم، تاويذ ورته وکړي، په زيارتونو يې وګرځوي او يا هم د کلي او چم ناوړه دود، دوستور او انګېرنې پرې عملي کړي.


 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.